logo
دجنســـــــــیت طبــــــقه بندي دګوتو  نښان  په اساس image

دجنســـــــــیت طبــــــقه بندي دګوتو نښان په اساس

بسم االله الرحمن الرحيم، الحمد الله رب العالـمين، والصلاة والسلام على سيدنا محمد وآله وصحبه والتابعين، د اشخاصو پېژندلو لپاره د ګوتو نښې يو مهمه او پراخه او ښه لاره ده چې د انسان د ګوتو نښې د تائیدي په توګه کارول کېږي ، او موږ کولاې شو چې د دغه لاري په اساس د انسانانو جنسیت (جنډر) طبقه بندي هم تر سره کړو چې دغه لاره دې انسانانو په ژوند په یوه برخه کې خورا مهم رول لوبوي لکه بایمیټریک، جرمونو، نظارت، د انساني او کمپیوټر تر منځ تعامل، سوداګریز فعالیتونو. که څه هم په تیرو وختونو کې د اشخاصو پيژندنه او یا د جنسیت (جنډر) طبقه بندي لپاره د بایمیټریک (biometric)له ځانګړتیاوې څخه ګټه اخیسل کیده لکه مخ، ګيټ (دروازه)، سترګي او د لاس شکل ،لکه څرنګه چې زیاتو ساینس پوهانو د څېړني او تجربي له مخي د جنسیت (جنډر) طبقه بندي لپاره ډیری د انسان د مخ پر برخه ولاړ دې ځکه چې د انسان دغه برخه د نورو په پرتله خورا مهم ځانګړتیاوې لري. په دې لیکنه کې موږ د جنسیت (جنډر) طبقه بندي لپاره د ګوتو نښانونه تحلیل کړي دي په دې هیله چې دا د راتلونکي څیړنې لپاره به خورا مهمه ونډه ولري. د (NIST ) انسټیټوټ په ډیټابیس کې په اصلاح شوي فعالیتونونه سره په ( CNN ) کې درې قانع کوونکي لاري انتحاب کړي چې د ښي پایلې کیدو لامل شوي ،د دغه انسټیټوټ په ډیتابیس کې يي 4000 عکسونو ځاي پر ځاي کړي چې د ((CNN شبکي سیستم په ګټه اخستلو سره یی 99٪ حقیقت ترلاسه کړی ، دغه د (CNN) سیسټم فعالیت ښودلې چې د ګوتو نښان د یو شخص د جنسیت پيژندلو لپاره حیاتي او مهمې ځانګړتیاوې لري.

0 تبصرې

0 تبصرې

تبصره وليکي

ستاسو بريښناليک له موږ سره خوندي دي. ضروري خانې د * په وسيله په نښه شوي

تبصره وسپاري

وروستي ټويټ

موږ په ټولنيزو رسنيو وڅارئ